په نیمروز ولایت کې طالب چارواکي وايي چې له ایران سره په پوله کې د ورېښم پُل چې پرون پنجشنبې څو ساته د تګ راتګ پرمخ بند شوی و، بېرته پرانیستل شو.
د طالبانو د نیمروز ولایت د والي د رسنیو دفتر پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ماسپښين له دوو بجو څخه د مازديګر تر پينځو بجو پورې د يوې کوچنۍ ستونزې له امله پوله تړل شوې وه چې د نيمروز ولايت د ځايي مسولينو او ايراني مسوولانو له خبرو وروسته ستونزه حل او لار بېرته پرانیستل شوه.
د ایران او طالبانو د پوله ساتو ترمنځ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو په پوله کې شخړې شوي او له کبله یې ایران خپلې پولې د لنډ وخت لپاره بندې کړي دي.