له ایرانه ایستل شوي ۵۰ افغان ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي سیمه چې خلک پرې تګ راتګ کوي.

۵۰ افغان ماشومان، چې ایران له خپلې خاورې ایستلي وو، د دوو نړیوالو موسسو په مرسته په سرپل، فاریاب، غزني، کاپیسا او زابل ولایتونو کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارووزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا ماشومان د مصئونیت په لور د حرکت او وارچایلډ موسسو په همکارۍ له هرات څخه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.

په دغو ماشومانو کې ۲۳ سرپل، ۱۶ فاریاب، ۷ غزني، ۳ کاپیسا او یو زابل ولایت ته استول شوي دي.

وارچایلډ او د مصونیت په لور حرکت موسسو د ټولو پنځوسو ماشومانو د کرایې، خوراک او جامو لګښت هم ورکړی دی.