د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې نن پنجشنبه د مرکزي اسیا د درېیو نورو وګړو د نیولو خبر ورکړ.
په نیول شویو کې یو تن یې د روسیې تابعیت هم لري چې مسکو ته څېرمه د کنسرټونو پر یوه سالون د مارچ میاشتې د ۲۲مې په حمله کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.
په هغه حمله کې تر ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي وو او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.
د روسیې د امنیتي خدماتو اداره وايي، د هغې حملې په تور د مرکزي اسیا لس وګړي چې څلور تنه یې د تاجکستان وګړي دي، د تېرې میاشتې په تروریستي حمله کې د دخالت په شک شوي دي.