په پاکستان کې د ازادي راډیو پر خبریال "احمد هنایش" حمله وغندل شوه

احمدهنایش چې کلونه کلونه یې کابل ته څېرمه له شمالي ولایتونو ازادي راډیو ته راپورونه برابرول، له یوې مودې راهیسې په پاکستان کې مېشت دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش د تېرې شپې حمله غندلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره مسوولانه ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې د پېښې د عاملانو د پېژندلو او قضايي ارګانونو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش د نامعلومو وسله‌والو له خوا پر سر او پښه ټپي شوی، خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پاکستان پولیسو ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.

احمدهنایش چې کلونه کلونه یې کابل ته څېرمه له شمالي ولایتونو ازادي راډیو ته راپورونه برابرول، له یوې مودې راهیسې په پاکستان کې مېشت دی.