د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له "ټي‌ټي‌پي" سره د خبرو احتمال رد کړ

د اسلام اباد پر یوه څنډه د پاکستان بیرغ

وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډله خبرو ته وهڅول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې ډلې سره د خبرو احتمال رد کړ.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د تېرې سې شنبې په ورځ په خوست ولایت کې وویل چې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترمنځ باید خبرې پیل شي.

د راپورونو له مخې هغه ټي ټي پي ته وړاندیز کړې چې د پاکستان له حکومت سره خپله ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي او پاکستاني چارواکو ته یې هم سپارښتنه کړې چې له دې ډلې سره د تفاهم لاره خپله کړي، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرابلوچ نن پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې له ټي ټي پي سره د خبرو احتمال رد کړ.

د راپورونو له مخې هغې ویلي چې له افغان چارواکو تمه کوي چې د دغې ډلې او د مشرانو په وړاندې چې په پاکستان کې یې د ډېرو تروریستي پېښو مسوولیت اخیستی، سمدستي اقدام وکړي.

د طالبانو چارواکو له دې مخکې په افغانستان د ټي ټي پي د ډلې د حضور په اړه د اسلام آباد ادعاوې رد کړي او ویلې یې دي چې د پاکستان حکومت دې په هغه هېواد کې د ناامنیو ملامتي پر نورو نه اچوي.