د طالبانو د حکومت استخباراتو د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی نجيب الله جامع نيولی دی.
هغه ته یوې نږدې سرچينې ازادي راډیو سره خبرو کې د امنيتي ستونزو له امله د خپل نوم نه ښودو په شرط وویل، نجیبالله جامع ته پرون ماسپښين د طالبانو حکومت استخباراتو ټیلفون کړی او وربللی یې دی.
سرچینه زیاتوي، جامع د طالبانو حکومت استخباراتو ته له ورتګ وروسته د هغوی لهخوا نیول شوی دی.
د ویلو ده چې نجیبالله جامع وروستیو کې په تلوېزیوني پروګرامونو کې د خلکو په خوښه د نظام په جوړېدو او د نجونو د زدهکړو د پیل غوښتنه کړې وه.
هغه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په کړنو هم سختې نیوکې کولې.
جامع پرون په خپله فېسبوکپاڼه هم لیکلي: "دا ژمنه او تعهد کوم چې د خپل ملت د ټولو روا او برحقه مدني، سیاسي، اقتصادي، فرهنگي او ملي حقونو لپاره به تل مشروع او د عدم تشدد پر بنسټ مبارزه کوم."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د استخباراتو ریاست ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.