« پاور چینا» شرکت د پاکستان په شمال کې د برېښنا د یوه لوی بند چارې له سره پيل کړې

د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمه چې څه موده مخکې پکې پر چینایي انجینرانو ځانمرګی شوی و

د چین یوه قراردادي شرکت د پاکستان په شمال لویدیځ کې د اوبو د یوه لوی بند د جوړولو کار بیرته پیل کړ.

د دیامربهاشا د بند د پرژوې یوه ویاند نزاکت حسین فرانسپرس ته وویل وروسته له هغې چې امنیتي تدابیرد پام وړزیات شول، د چین د Power China شرکت د دوشنبې په ورځ د دغه بند د جوړولو کاربیرته پیل کړ.

د چین power China او China Gezhouba Group شرکتونو په تېره میلادي میاشت کې د داسو او د یامربهاشا د بندونو کار وروسته له هغې وځنډاوه چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې شپږ چینایي انجینیران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانسپرس آژانس ته ویلي چې د پاکستان حکومت هیله من دی چې د China Gezhouba Group دې ته وهڅوي چې راتلونکې اوونۍ پرداسو بند هم کاربیرته پیل کړي.

د پاکستان پولیسو د دغه خونړي برید په تړاو د افغانانو په ګډون ۱۲ شکمن کسان نیولي دي.