نن د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده

تصویر له ارشیفه

نن د اپریل څلورمه د ماینونو د خطرونو په اړه له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګري ملتونه وایي، له جګړې پاتې ماینونه او چاودېدونکې وسیلې خلکو ته؛ په تېره بیا هلته چې وسله والې شخړې وي، مرګ ژوبله اړوي.

ملګرو ملتونو په خپله وېبپاڼه کې کښلي چې هر ساعت په متوسط ډول یو تن د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې مري یا ټپي کیږي.

د ملګرو ملتونو په خبره، د قربانیانو اکثره یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې هره میاشت نژدې ۶۰ کسان چې اکثره یې ماشومان دي،د ماینونواو نورو چاودېدونکو وسیلو قرباني کیږي.

دې سازمان افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات پرماینونو پوښل شوی هېواد یاد کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما په خبره، د ماین پاکۍ موسسو تراوسه په دې هېواد کې ۳ زره او یولس کیلومترمربع ساحه له ماینونو پاکه کړې، خو په دې برخه کې ډېر کار لاپاتې دی چې باید ترسره شي.