د پکتيا د حوزوي روغتون يو شمېر ډاکترانو چې د معاشاتو د ځنډ له امله يې کاربنديز اعلان کړی و، اعتراض يې پای ته رسېدلی.
د راپورونو پر اساس ډاکترانو ادعا لرله چې، له تېرو درې مياشتو راهيسې يې معاشونه نهدي ورکول شوي.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې له يادو ډاکټرانو سره خبرې وکړي، خو هغوی پهدې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو د پکتيا حوزوي روغتون کې يوې سرچينې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د ډاکترانو کاري اعتصاب نن پای ته ورسېد او په خبره يې د يوې مياشتې معاشونه ورته حواله شول.
د پکتيا لپاره د طالبانو عامې روغتيا رياست مسوولانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.
بل پلو يو شمېر سيمه کې يو شمېر فعالانو هم ازادي راډيو ته د ډاکترانو کاربنديز تاييد کړ او ويې ويل چې نن ياد اعتصاب پای ته ورسېد.