رونالډو په روانه اوونۍ کې دوه ځل د ګول وهلو هیټرېک کړی

رونالډو د لوبې پر مهال

د سعودي عربستان په پرو لیګ کې د النصر لوبډلې په ګټه لوبېدونکي، د فوټبال مخکښ لوبغاړي کریسټیانو رونالډو روانه اوونۍ دوه ځل په دوو لوبو کې درې درې ګولونه وهلي دي.

النصر لوبډلې د مارچ په ۳۰مه نېټه د الطايي فوټبال کلب پر وړاندې سیالي وکړه چې ۵ د یو په مقابل کې یې وګټله.

رونالډو د یادې لوبې په دویمې نیمايي کې پرله پسې درې ګولونه ووهل او سیالي یې وګټله.

دغه راز د روانې اپریل میاشتې په ۲یمه نېټه النصر کلب د ابها کلب پر وړاندې سیالي ترسره کړه چې ۸ د صفر پر وړاندې یې وګټله.

کریسټیانو رونالډو د دې سیالۍ په اولې نیمايي کې پرله پسې درې ګولونه ووهل.

دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې کریسټیانو رونالډو په دوو پرله پسې سیالیو کې د ګولونو د وهلو هیټرېک کوي.

د ویلو ده چې د النصر لوبډله اوس مهال د سعودي عربستان په پرو لیګ کې تر الهلال وروسته په دویم مقام کې ځای لري.