ویلسن: د جمهوریت له پرزېدو مخکې مې ولسمشر غني ته ویلي و چې محتاط واوسي

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راس ویلسن

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راس ویلسن وايي، د افغانستان د جهموري نظام تر پرزېدو مخکې یې پخواني ولسمشر اشرف غني ته ویلي و چې محتاط واوسي.

ویلسن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د سوال او ځواب په غونډه کې ویلي چې د دوحې په خبرو کې د افغانستان د مخکیني حکومت د استازو له نه ګډون سره موافق نه و.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له بېلا بېلو امریکایي چارواکو سره مرکې کړي دي.

دې کمېټې تازه په کابل کې د امریکا د پخواني‌ سفیر راس ویلسن او د ځواکونو د وتلو په وخت کې د کونسلي خدمتونو د برخې د یو دپلومات سم ارنسن د مرکو متنونه خپاره کړي.

راس ویلسن د ۲۰۲۰ د جنورۍ له ۱۹ څخه له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو پورې په کابل کې د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر و.

ویلسن ویلي‌ دي چې په امریکا کې له انتخاباتو وروسته، ولسمشر غني هیله لرله چې واشنګټن به د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي، خو اشرف غني ‌ته یې ویلي‌ و چې په خپلو وړاندوېنو کې محتاط واوسي.