د جاپان نننۍ زلزله؛ د ۴ تنو د مړینې او څه باندې ۷۰۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د زلزلې سیمه

د تایوان په شدیده زلزله کې لږترلږه ۴ تنه مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

وېره ده چې د دې سختې زلزلې چې له کبله یې څونامي هم راغلې، د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.

د زلزلې شدت د ریښتر ۷ اعشاریه ۲ بلل شوی دی.

راپورونه وايي چې ګڼې ساحلي سیمې د څونامي له کبله تر اوبو لاندې شوي دي.

دې زلزلې چې نن سهار وشوه، د ټایوان ټولې برخې زیانمنې کړې، د دې ټاپو په جنوب کې یې ودانۍ ونړولې او داسې سمندري توپان یا څونامي یې جوړه کړه چې د جاپان د جنوبي ټاپوګانو سواحل یې له یوې مخې یووړل.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ټایوان په هوالین سیمه کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې او په پلازمېنه تایپي کې د زړو او ځینو نویو ودانیو تیږې جلا شوې دي.

په ټول ټایوان کې د اورګاډي شبکې او په تایپي کې ترځمکې لاندې مترو کار پریښی دی.

د ټایوان د زلزلې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۲ درجې خو د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې یې شدت ۷،۴ درجې ښودلی دی.