ټرمپ د ده پر قضیې د څارونکي قاضي د ګوښه کېدو هڅې پيل کړي

ډونالډټرمپ

د امریکا مخکېني ولسمشر او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو کاندید ډونالډټرمپ هڅې پیل کړې دي چې د نیویارک په یوه محکمه کې د ده پر قضیې څارونکی قاضي له دندې لیرې شي.

ټرمپ استدلال کوي چې د دې قاضي لور د سیاسي مشورو په هغه شرکت کې کار کوي چې مشتریان یې ډیموکراتان دي او دا د ده په وینا، د یاد قاضي له دندې سره په تناقض کې دی.

ټرمپ تېرکال هم د خوان میرچان په نوم د دې بل قاضي د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه، خو قاضي دا غوښتنه وروسته له هغه رد کړه چې ورته روښانه شوه چې د نوموړي قاضي د لور دنده د هغه بې پرې توب نه ګواښي.