جاپان؛ د تایوان سمندري سواحلو ته نژدې سخته زلزله شوې ده

د جاپان بیرغ

یوې سختې زلزلې نن سهار د ټایوان ټولې برخې زیانمنې کړې، د دې ټاپو په جنوب کې یې ودانۍ ونړولې او داسې سمندري توپان- څونامي یې جوړه کړه چې د جاپان جنوبي ټاپوګانو سواحل یې له یوې مخې یووړل.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ټایوان په هوالین سیمه کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې او په پلازمېنه تایپي کې د زړو او ځینو نویو ودانیو تیږې جلا شوې دي.

په ټول ټایوان کې د اورګاډي شبکې او په تایپي کې ترځمکې لاندې مترو کار پریښی دی.

د ټایوان د زلزلې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۲ درجې، خو د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې یې شدت ۷،۴ درجې ښودلی دی.