فنلنډ: د یوه زده کوونکي په ډزو د هغه یو ټولګیوال وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي

د پېښې سیمه

په فنلنډ کې د منځنیو زده کړو د ښوونځي یوه دولس کلن زده کونکي پرخپلو ټولګیوالو په ډزو سره یو زده کوونکی وژلی او دوه نور سخت ژوبل کړي دي.

د فنلنډ پولیسو ویلي چې دغه پېښه پرون سې شنبې د پلازمېنې هلسنګي په څنډه کې په وانتا ښارګوټي کې شوې ده.

د پولیسو په خبره، د دې پېښې ټول قربانیان دولس کلن دي او مشکوک بریدکوونکی هم د هلسنګي په یوه سیمه کې له وسلې سره نیول شوی دی.

تراوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده معلومه.