جاپان له افغانستان سره د بشري مرستو صندوق ته ۶ میلیونه ډالره مرسته ورکړه

د جاپان بیرغ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له بشري صندوق سره د جاپان د ۶ لکه امریکایي ډالرو د نوې بسپنې مننه کړې.

اوچا پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو جاپان چې د افغانستان یو سترمرستندویه بلل کیږي؛ له دې مخکې یې هم د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو له لارې په دې هېواد کې له اړو کسانو سره د ملیونونو ډالرو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال د فبرورۍ په دوهمه د جاپان د حکومت د ۱۳ نیم ملیون ډالرو د مرستې خبری ورکړی و.

له دې پروګرام سره په تېرو درېیو کلونو کې د جاپان د مرستو اندازه ۷۳ ملیون ډالرو ته رسیدلې.