د ناټو د عمومي منشي وړاندیز؛ اوکراین سره د مرستې لوی مالي صندوق دې جوړ شي

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ اوکراین ته د وسلو ورکولو په برخه کې د دې تړون د زیاتې ونډې اخیستو د هڅو په ترڅ کې د پنځو کلونو لپاره د سل ملیارډ ایرو د بسپنې د یوه صندوق د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د ناتو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دغې طرحې په اړه مقدماتي خبرې کوي.

د ناتو یوه چارواکي د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط پرون سې شنبې وویل چې د ناتو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به له اوکراین څخه د ناتو د ملاتړ پر ترټولو غوره امکاناتو او د اوکراین د لا ځواکمن کولو پرلارو چارو خبرې وکړي.