یوناما: ماینونه او چاودېدونکي توکي لا هم د افغانستان په ځینو برخو کې خلک په جدي ډول ګواښي

په هرات کې د ماین پاکولو یو کارکوونکی - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وایي، په افغانستان کې له جګړې پاتې په زرګونه ماینونه او چاودېدونکې وسیلې تراوسه په دې هېواد کې یو ګواښ ګڼل کیږي.

یوناما نیوز پرون سې شنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د هلوټرسټ په څېر د ماین پاکۍ موسسې، د خلکو د اوسیدو او د ښوونځیو شاوخوا سیمې له ماینونونو پاکوي ترڅو د خلکو ژوند خوندي کړي.

یوناما نیوز وړمه ورځ په یوه بل بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې له جګړو پاتې د ماینونو او چاودېدونکو وسیلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو زره ولسي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د یوناما په خبره، د ماین پاکۍ موسسو تر اوسه په دې هېواد کې ۳ زره او یولس کیلومترمربع ساحه له ماینونو پاکه کړې، خو په دې برخه کې ډېر کار لاپاتې دی چې باید ترسره شي.