د افغانستان د هواپیژندنې اداره چې طالبان اداره کوي، له نن چهارشنبې څخه د اوونۍ ترپایه د هېواد په مرکزي او شمالي سیندیزو حوزو کې د شدیدو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزات هم پرون سې شنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د وري یا حمل له پنځلسمې د حمل تر اوولسمې پورې په غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، پنجشېر، لغمان، کونړ، تخار، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بامیان او بغلان ولایتونو کې د احتمالي شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کیږي.
دې وزارت د دې ولایتونو له هغو اوسیدونکو چې په لوړو سیمو کې اوسي، غوښتي دي چې د سېلابونو د بهیدو په صورت کې د لاندې سیمو اوسیدونکي خبر کړي.