د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې یو شمېر اهداف په نښه شوي

په تاتارستان کې په نښه شوې سیمه

د راپورونو له مخې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې نن یو شمېر اهداف د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شول چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي.

د تاتارستان سیمې مشر رستم مینيخانوف پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې نن سهار د یلابوګا او نیژني کامسک سیمو صنعتي تاسیسات د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شول، خو د هغه په وینا جدي زیان یې نه دی اړولی او ورځنۍ چارې یې ونه ځنډولې.

په یلابوګا کې چې د یوې تجارتې سیمې په بڼه جوړه شوې ده، شل صنعتي موسسې فعالیت کوي او ویل کېږي په دې سیمه کې بې پیلوټه الوتکې هم جوړېږي.

همداراز په نیژني کامسک سیمه کې د تېلو د تصفیې یوه لویه کارخونه فعاله ده.

د روسیې د ریانووستي خبري آژانس د راپور له مخې د یلابوګا سیمې مطبوعاتي څانګې ویلي چې په ننني برید کې یوه کارخونه زیانمنه شوې او دوه تنه ټپیان شوي دي.

روسي رسنیو بیا راپور ورکړی چې د بې پیلوټه الوتکو په دې حملو کې ټول اوه کسان ټپیان شوي دي.