کندهار: نامعلومو وسله والو یو ځوان او د هغه مېرمنه وژلي او بیا سوزولي

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یو ځوان او د هغه مېرمن لومړی په ډزو وژلي او بیا یې د هغو مړو ته اور اچولی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

په بیان کې راغلي دي چې د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه.