د ایران ولسمشر: اسراییل نه په سوریه کې پر خپلې قونسلګرۍ د برید غچ اخلو

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر په سوریه کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید پر وړاندې د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی.

ابراهیم رییسي نن د ولسمشر د دفتر پر وېبپاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې دا حمله به بې ځوابه پاتې نه شي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییل په پروني برید کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یو قوماندان محمدرضا زاهدي، د هغه مرستیال جنرال محمد هادي حاجي رحیمي او پنځه نور افسران ووژل شول.

په برید کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ هم نړیدلې ده.

اسراییل چې پر ایراني اهدافو د حملو په اړه په اسانه تبصره نه کوي، د دې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په برېتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې په دې برید کې دوه سوریایي وګړي هم وژل شوي او د قونسلګرۍ دوه ساتونکي ټپیان دي.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري هم اسراییل ته په همدې کچه د لا جدي غچ خبرداری ورکړی دی.