د پاکستان یوې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمنې د ۱۴ کلن بند سزا ځنډولې ده

عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف

په پاکستان کې د استیناف یوې محکمې د فساد په یوه قضیه کې د پخواني صدر اعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلن قید سزا ځنډولې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د محکمې له پرونۍ پریکړې سره سره به خان او د هغه مېرمن په نورو قضیو کې د لاس لرلو له کبله په زندان کې پاته کیږي.

د عمران خان لپاره چې ۲۰۲۲ کال کې پارلمان د باور رایه ترې واخیسته، د محکمې پرونۍ پرېکړه چې له ۱۴کلن حبس څخه یې وژغوره یوه بریا بلل کیږي.

خان او مېرمنه یې تورن دي چې د صدارت پر مهال یې د ترلاسه کړو ډالیو په اړه حساب کتاب نه دی ورکړی او ځینې قیمتي ډالۍ یې پلورلې دي.

هغوی دغه تورونه رد کړي او سیاسي یې بللي دي.