سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید؛ ایران د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی

دمشق کې د ایران قونسلګري

ایراني چارواکي وایي د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییلي پوځیانو په پروني برید کې دوه ایراني جنرالان او پنځه افسران وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې برید کې د محمد رضا زاهدي په نوم د سپاه پاسداران انقلاب یو جنرال او د هغه مرستیال جنرال محمد هادي حاجي رحیمي وژل شوي دي.

په برید کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ هم نړیدلې ده.

اسراییل چې پر ایراني اهدافو د بریدونو په اړه په اسانه تبصره نه کوي، د دغې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د سوریې د بشري حقونو یوه ډله چې له برېتانیا څخه فعالیتونه کوي، ویلي چې د تېرې ورځې په دغه برید کې دوه سوریایي وګړي هم وژل شوي او د کونسلګرۍ دوه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري اسراییل ته په همدې کچه د لا جدي غچ خبرداری ورکړی دی.