یونیسف په غزني او هرات کې پر ماشومانو د مرګونو چاودنو له امله خواشیني وښوده

د یونیسف سمبول

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف په افغانستان کې په ماینونو او چاودېدونکو وسایلو د ماشومانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړه.

یونسیف پرون (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه په افغانستان کې د چاودېدونکو وسیلو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره ښه کېدو هیله یې کړې ده.

په غزني او هرات کې وړمه ورځ (یکشنبه) په دوو چاودنو کې یوولس ماشومان ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.

ملګري ملتونه وایي، په تېرو ۳۵ کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ زره ملکیان په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.