ذبیح الله مجاهد: بې پیلوټه الوتکې د افغانستان حریم نقضوي

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد یو وار بیا وویل چې بهرنۍ بې پېلوټه الوتکې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کوي.

مجاهد دا خبره پرون وروسته له دې وکړه چې وړمه شپه په بدخشان کې ځايي چارواکو وویل چې د دغه ولایت په فضا کې یې بې پېلوټه الوتکه لیدلې ده.

تر دې مخکې په نیمروز، کندهار، پنجشیر، تخار او کندوز کې هم د بې پېلوټه الوتکو د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د طالبانو ویندوی د افغانستان په فضا کې د بهرنیو بې پېلوټه الوتکو د ګزمې په غبرګون کې وویل چې دا د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده چې باید پای ته ورسول شي.

د جمعې په ورځ په کندهار او تر هغه یوه ورځ مخکې په نیمروز کې د بې پېلوټه الوتکو له لیدل کېدو وروسته د طالبانود حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې امریکا د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کوي.

مخکې څو طالب چارواکو ویلي وو چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له لوري افغانستان ته داخلیږي.

امریکا تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.