اسراییلو په دمشق کې د ايران پر قونسلګرۍ برید کړی

دمشق کې د ايران د قونسلګرۍ مخه

د ایران او سوریې رسنیو راپور ورکړی چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې ویجاړه شوې او په نتیجه کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک یو جګپوړی قوماندان او یوشمېر نور کسان وژل شوي دي.

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې په حمله کې برید جنرال محمد رضا زاهدي وژل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د اسراییلو برید یوه هدفي وژنه وه.

له دې مخکې رسنیو خبر ورکړی و چې د اسراییلو په برید کې د سفیر کور هم په نښه شوی دی.

د سوریې دولتي رسنیو هم نن سهار دمشق ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ خو ویې ویل د دښمن د یو برید مخه نیول شوې.

په ځینو راپورونو کې راغلي چې په قونسلګرۍ کې دننه ټول کسان یا مړه یا ټپیان دي.

تمه ده چې دا پېښه به د منځني ختیځ وضعیت چې د غزې د جګړې له کبله لا پخوا ترینګلی و، نور هم کړکېچن کړي.