یوه څارونکې ډله: اسلامي دولت ډلې د سوریې ۸ سرتېري اعدام کړي

له ارشیفه د اعدام د رسۍ تصویر

د سوریې یوې څارونکې ډلې پرون یکشنبه ویلي، د اسلامي دولت ډلې د سوریې اته سرتېري له یوه کمین وروسته اعدام کړي دي.

دې ډلې په وینا، له دې سره په وروستیو ورځو کې د افراطي وسلوالو له خوا د سوریې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي په اتو اعدام شویو پوځيانو کې یو افسر هم شامل دی.

دا څارونکې ډله زیاتوي، د سوریې پوځیان روانه اوونۍ د سوریې له سخنه څخه د دیرالزور پر لوري روان وو چې پر یوه کمین وربرابر شول.

د دې ډلې په راپور کې نه دي ویل شوي چې دغه اته پوځیان دقیقاً کله اعدام شوي دي.

د داعش وسلوالو شپږ نور سرتېري روانه اوونۍ تر یرغمل کولو وروسته وژلي دي.

د روان میلادي کال له پیله د داعش په حملو کې د سوریې د وژل شویو سرتېرو او متحدو جنګیالیو شمېر ۲۰۰ ته ورسېد.