خیبر پښتونخوا کې اورښتونه؛ د مړو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی

ارشیف

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د اورښتونو او ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د مړو شمېر پرون لسو ته ورسېد.

په خیبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې مسوول خطیر احمد پرون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې په لسو مړو کې څلور تنه یې ماشومان دي.

د هغه په وینا، دغه مړینې په پېښور، نوشهره، شانګله، بنو او باجوړ کې ثبت شوې دي.

پاکستاني چارواکو پرون ویلي چې د مخکنیو ۴۸ ساعتونو پر مهال ۱۲ نور کسان هم د سختو اورښتونو او ځمکې ښویېدنې له کبله مړه شوي دي.

دغو طبیعي افتونو د خلکو کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي.