د هندوستان غوره لیګ (اي پي ایل) په ۱۲مه سیالۍ کې نن یکشنبه ګجرات ټایټانز لوبډله د سن رایزر حیدراباد پر وړاندې سیالي کوي.
دغه سیالي د ګجرات لوبډلې په کوربتوب د احمداباد په نریندر مودي لوبغالي کې په څو شېبو کې پیليږي.
د ګجرات په لوبډله کې نن درې افغان لوبغاړي راشدخان، نوراحمد او عظمت الله عمرزی لوبه کوي.
دا لومړی ځل دې چې د ای پي ایل په یوه لوبډله کې درې افغان لوبغاړي لوبيږي.
دواړو لوبډلو تر دې دمه یوه – یوه سیالي ګټلې او یوه ـ یوه یې بایللې ده. خو د سن رایزر لوبډلې په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د زیاتو ۲۷۷ منډو جوړولو له امله تاریخ جوړ کړی و.
د ننۍ سیالۍ پچه حیدراباد ګټلې او د توپ وهنې پرېکړې یې کړې ده.
د ویلو ده چې د ای پي ایل په سیالیو کې هره یکشنبه دوه سیالي ترسره کېږي، د نن ورځې دویمه لوبه د ډهلي کپیټلز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ ده.