اوچا: د جمعې ورځې ورښتونو افغانستان کې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د جمعې ورځې د اورښتونو له کبله څه باندې ۱۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

دغې ادارې پرون شنبه ویلي چې د دغو اورښتونو او سېلابونو په نتیجه کې سلګونه کورونه او کلیدي بنسټونه لکه پلونه او سړکونه هم سخت زیانمن شوي دي.

په دغه راپور کې د انساني مرګ ژوبلې په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.

راپورونه ورکړل شوي چې په فاریاب، ننګرهار او دایکندي کې ډېر مالي زیانونه خلکو ته اوښتي دي.