د ترکیې پولیسو په یوه لارۍ کې پټ شوي ۴۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي

د ترکیې ځواکونه

د ترکیې رسنیو پرون شنبه د هغو څلوېښتو افغان پناه غوښتونکو د نیولو خبر ورکړ چې د پولیسو په وینا د خوراکي موادو په یوه باروړنکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

په اماسیه ښار کې پولیسو ویلي چې د باروړونکو موټرو د تالاشۍ پر وخت یې دغه کسان نیولي چې تر قانوني پروسې وروسته به له ترکیې وایستل شي.

د ترکیې پولیسو ویلي، دغه پناه غوښتونکي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنخ دي، له آغري ښار څخه بل ښار استانبول ته روان وو.

د ترکیې تر څنګ ایران او پاکستان هم په وروستیو کې افغانستان ته د بې اسناده افغانانو د اخراج لړۍ چټه کړې ده.