په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو له امله ۷ کسان مړه شوي

ارشیف

په خیبرپښتونخوا کې د تېرو څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې د ورښتونو له امله اووه کسان مړه شوي او نهه تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د بارانونو له کبله یو شمېر کورونه هم نړېدلي دي.

د دې ادارې مشر خطیر احمد نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په وژل شویو کې څلور ماشومان دي.

په خیبرپښتونخوا کې له نژدې څلور اوونیو راهیسې د ورښتونو له امله د قربانیانو شمېر ۲۷ کسانو ته لوړ شو او د ټپيانو شمېر ۳۸ ته ورسېد.