د غور-کابل لویه لار د واورې د ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې غور ولایت موقعیت

د غور-کابل لویه لار د واورې د ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د بیک کوتل په سیمه کې د واورې د ورېدو له امله دا ستونزه رامنځته شوې ده.

تېره میاشت هم دا لویه لار د ورښتونو له امله څو ځله بنده شوې وه.

په افغانستان کې وروستیو اوونیو بارانونو، واورو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

زیانمنو هم د مرستو غوښتنه کړې ده.