د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک سبا یکشنبې ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک په یوې خبرپاڼه کې په شرایطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتي چې په داوطلبي کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک وخت په وخت ډالر په بازار کې د افغانۍ د ثبات لپاره پلوري.
نن په کابل کې یو امریکایي ډالر په یو اویا اعشاریه پنځه پنځوس ۷۱.۵۵ افغانۍ تبادله شو.