د بریتانیا څارنوالان د یوې فارسي ژبې رسنۍ د خبریال قضیه څېړي

pouria zeraati

د بریتانیا پولیس وایي، د تروریزم ضد څانګې مسوولان به د یوه خبریال قضیه چې د فارسي ژبې له یوې رسنۍ سره یې په لندن کې کار کاوه او په چاړه وهل شوی، وڅېړي.

پر دې شپږ دېرش کلن خبریال پرون د لندن په جنوب لوېدیځ کې د ویمبلډن په سیمه کې په چاړې برید وشو چې پښه یې ټپي شوه.

داسې اندېښنې شته چې ښایي پر ده د خبریالي په خاطر برید شوی وي.

د بریتانیا د خبریالانو ملي ټولنې ویلي چې دا خبریال پوریا زراعتي نومېږي چې د ایران انټرنېشنل تلوېزیون لپاره کار کوي او دا رسنۍ د ایران د دولت له منتقدینو څخه ده.