طالبانو په دشت برچي کې د درېیو نجونو او د هغو د ورور د نیولو راپورونه رد کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي په دشت برچي سیمه کې د دریو نجونو او د هغو د ورور د نیولو کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

دا درې خویندې د ښځو د حقونو له فعالانو څخه وې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون د مارچ ۲۹مه پر خپله ایکس شبکې په یوه بیان کې وویل چې د دې فعالانو نیول کېدل د رسنیو له خوا خپره شوې اوازه ده.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، هرچا چې دا ادعا کړې ده باید ډېرژر اړوندو امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ د وري یا حمل په اتمه په دشت برچي کې د ۲۵ کلنې آزادې رضایي، ۱۷ کلنې نادیې رضایي او ۱۴ کلنې الهې رضايي کور ته ننوتل او دا درې خویندې او د هغوی ۲۲ کلن ورور یې ونیول.

طالبانو له دې مخکې د دوی یوه بله خور تمنا رضايي چې د ښځو د حقونو فعاله وه، هم نیولې وه خو ۲۹ ورځې وروسته له بنده خوشې کړه.