زیلینسکي د ملي امنیت او دفاع د شورا پخوانی منشي په مالدووا کې سفیر ټاکلی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د ملي امنیت او دفاع د شورا پخوانی منشي الکسي دانیلوف په مالدووا کې د اوکراین د سفیر په توګه وګوماره.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د مارچ ۲۹مه وویل دانیلوف به چې ده تېره سه شنبې د ملي امنیت او دفاع له شورا لیرې کړ، له دې وروسته په ډیپلوماتیک ډګر کې خپل کار ته دوام ورکړي.

زیلینسکي وویل، مالدووا هم په سیمه کې د امنیتي ننګونو له پلوه او هم د دوه اړخیزو همکاریو لپاره خورا مهم هېواد دی.

ولسمشر زیلینسکي پرون له دې مخکې مارک شیفچینکو په مالدووا کې د اوکراین د سفیر له دندې لیرې کړ.