تاجکستان کې ۹ تنه د مسکو د برید په تور نیول شوي

د مسکو د کنسرټونو هغه هال چې تېره اوونۍ برید پرې شوی و - ارشیف

د تاجکستان چارواکو مسکو ته نږدې د کنسرټونو پر یوه هال د تېرې جمعې د حملې په تړاو د نهو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

په تاجکستان کې ځايي رسنیو نن د امنیتي سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی.

ویل شوي دغه نهه کسان د دوشنبې ښار په وحدت کلي کې تېره دوشنبه نیول شوي دي.

یوې بلې سرچینې نن د ازادي راډیو تاجکستانۍ څانګې ته ویلي چې په نیول شویو کې ګڼ ځوانان شامل دي.

د تاجکستان د قانون د تنفیذ ادارې تېره سې شنبې هم د هغې تروریستي حملې د پلان په شک د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

د روسیې د پلازمېنې مسکو په څنډه کې په هغه حمله کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش منلی، د وروستیو شمېرو له مخې ۱۴۳ کسان مړه دي او شا و خوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي.