په پاکستان کې د پنځو چینايي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته چینايي قراردادیانو په پاکستان کې د اوبو د دوو لویو بندونو داسو او دیامر بهاشا د جوړولو کار ودراوه.
د پاکستان چارواکو نن جمعه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې دا خبر ورکړی دی. تېره سې شنبه د خیبرپښتونخوا ایالت په شنګله کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۵ چینايي انجنیران او یو پاکستانی چلوونکی کس ووژل شول.
یوه پاکستاني چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.
په دغو ساحو کې ۱۲۵۰ چینايي وګړي کار کوي.
هم د پاکستان او هم چین لپاره د چینايي وګړو د امنیت موضوع د اندېښنې وړ ده، ځکه چینايي وګړي زیات وخت د افراطي وسلوالو په حملو کې په نښه کېږي.
د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا په کوهستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.
چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو خپل کارونه وځنډول.
تر هغه وروسته پاکستان د سیپک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.