ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې یې له ۶ میاشتو راهیسې تر زرو پورې کسان مړه کړي

له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر

د طالبانو یو چارواکی وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۹۸۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

یوه خونړۍ ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې د هلمند په ګریشک ولسوالي کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه مړه او لسکونه نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د موټرچلوونکو بې پامي، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.