د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافېر وايي، په کابل کې یې په خپلو لیدنو – کتنو کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
پال کلومن بیکن پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.
ده زیاته کړه، په کابل کې یې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له چارواکو او د مدني ټولنې له غړیو سره هم کتلي دي.
د ناروې دغه دیپلومات همداراز ویلي چې له بېلابېلو خواوو سره په خبرو کې یې د افغانانو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر لارو د نظر تبادله کړې ده.
تر دې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی و چې د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافېر ته ویلي چې د دوی حکومت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.