ناقانونه کډوالي؛ تېرکال ۱۲۰۰ افغانان یې د لارې اوږدو کې مړه شوي

د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د مهاجرت په لاره کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په وروستیو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۳ زره کډوال له خپلو هېوادونو څخه خوندي هیوادونو ته د مهاجرت په لړ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، اکثره کسان چې د مهاجرت په لړ کې مړه شوي د هغو هېوادونو اتباع دي چې په جګړو کې ښکېل دي.

د دې ادارې په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، راغلي په ۲۰۲۳ م کال کې یوزرو ۱۸۱ افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د آی او ایم پر اساس، په تېرو لسو کلونو کې هیڅکله په یوه کال کې تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه وو.