روسي رسنۍ: ماسکو کې له برید وروسته ۹۵ تنه لا هم تري تم دي

د پېښې سیمه

یوې روسۍ رسنۍ خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه ۹۵ تنه د ماسکو په لمن کې د جمعې په ورځ د کاروکاس د کنسرټ پر تالار له برید وروسته لاهم تري تم دي.

رویټرز اژانس د « بازا» خبرې اژانس په وینا څرګندوي چې د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې چې کوم نوملړ خپور شوی د هغه له مخې، د دغو ۹۵ کسانو درک نه دی معلوم شوی.

بلخوا: د روسیې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په دې پېښه کې د مړو شمېر ۱۴۳ ته زیات شوی دی.

د ټپيانو شمېر ۱۸۲ یاد شوی او لا هم څه باندې ۸۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي.

روسیي څارنوالانو ویلي چې دا حمله څلور کسانو کړې ده او د پېښې له ځایه د مرمیو تر ۵۰۰ ډېر ترلاسه شوې دي.

د دې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.