لبنان: د اسراییل هوایي بریدونو ۱۶ کسان وژلي

په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په هوايي حملو کې ۱۶ کسان وژل شوي او د حزب الله ډلې د وسلوالو په راکټي حملو کې یو اسرائیلی وژل شوي دي.

پرونۍ ورځ د لبنان او اسرائیل پر پوله د تېرو څه باندې پنځو میاشتو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې ده.

له کله چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د اسرائیل او لبنان پر پوله د دې جګړې د لا شدت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل هوايي حملې د اسلامي ډلې په نوم د لبنان یو سني سیاسي او ملیشه سازمان په نښه کړ چې د حزب الله له شیعه افراطي ډلې سره یوځای د اسرائیل پر خلاف جګړه کوي.

ویل شوي، په دې بمبارۍ کې د حزب الله جګړه مار هم وژل شوي او د امل غورځنګ یا (حركة أمل) په نوم د یوې بلې شیعه ډلې یو ځايي قوماندان هم په وژل شویو کې شامل دی.