یوناما: اسلام اباد ته یو پلاوی لېږو چې د افغان کډوالو د ایستو د مخنیوي غوښتنه وکړي

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې هلته د قانوني استوګنې کارتونه یې ښيي

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما ) یو هیات په لنډ راتلونکې کې پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسالې خبرې وکړي.

په بشري چارو کې د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ټولنې مشر اندریکا راټوټ پاکستان ته د یوناما د پلاوي د استولو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ورځ به دا هیات اسلام اباد ته روانیږي.

ښاغلي راټوټ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال پر دې خبرې وکړې چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.

پاکستان د دوه زره درویشتم کال له نومبر راپه دې خوا څه باندې پنځه لکه شل زره کډوال افغانستان ته استولي دي.

نوي راپورونه وایي چې له اختر وروسته به هغه افغانان هم له خپلې خاورې وباسي چې د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري.