د پاکستان د دفاع وزیر: افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده.

اصف دا څرګندونې نن د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ادعا يې کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی په افغانستان کې د وسله‌والو له "پټنځایونو خبر دي"، خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."

طالبانو تراوسه د اصف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اصف وړاندې ویلي، پر ډیورنډ کرښې یوازې هغوو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې پاسپورټ او یزه ولري.

د پاکستان حکومت ټولو افغان موټرچلوونکو د مارچ تر پای ته مهلت ورکړی چې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه ترلاسه کړي، کنه پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.