د افغانستان کرکټ بورډ راتلونکې میاشت ملي شل اوریزې سیالۍ کوي

ارشیف: د افغانستان له کورنیو سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د مارچ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی چې په راتلونکي اپرېل میاشت کې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې سیالۍ به د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړي.

یادې سیالۍ په کندهار ولایت کې د "قوشتېپه ملي شل اوریز جام" تر نامه لاندې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ سرچینو ویلي وو، په پلان کې ده تر اختر وروسته د شپږیزې لیګ ۹م پړاو پیل شي، خو کرکټ بورډ وايي د وخت د کمښت له امله ونه توانیدل چې شپږیزه ترسره کړي او دغه لیګ به په خپل ټاکلي وخت (اګست) کې ترسره شي.

یادې ادارې ویلي، د راتلونکو سیالیو موخه یې شل اوریز نړیوال جام ته د لوبغاړو لا بشپړ چمتووالی دی.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي چې دا لوبې به د ۵ لوبډلو ترمنځ وي او هره لوبډله به دوه ځل یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او دوه مخکښې لوبډلې به یې پایلوبه لوبوي.