د امریکا د مریلنډ ایالت په بندري ښار بالتیمور کې پرون شپږ تنه وروسته له هغه تري تم شول چې یوې باروړنکې یا کارګو کشتۍ خپل کنټرول له لاسه ورکړ او له یوه لوی پله سره ولګېده چې په نتیجه کې یې ساحلي تاسیسات زیانمن شول.
اټکل کېږي چې دا پېښه به په دې بندر کې د کشتیو تګ راتګ د میاشتو لپاره له ستونزو سره مخامخ کړي.
شپږ تنه چې هلته یې کار کاوه تري تم دي او ګومان کېږي چې مړه به وي.
د مریلنډ والي ویس مور وویل چې د کشتۍ عملې، له پېښې مخکې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې یې چارواکو ته دا موقع په لاس ورغله څو د پېښې په ځای کې د وسایطو شمېر کم کړي.