د اوکراین ولسمشر پرون اولیکسي دانیلوف د ملي امنیت او دفاعي شورا له سکرتریت څخه لیرې او د هغه پرځای یې اولیکساندر لیتوینینکو چې د بهرنیو استخباراتو د مشر په توګه یې کار کړی پردې دنده وګوماره.
ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دا بدلون پرون د جمهوري ریاست پر رسمي وېبپاڼه په دوو فرمانونو کې اعلان کړ.
ښاغلي زیلینسکي مخکې د خپل پلان په اړه څه نه و، ویلي او د دې بدلون علت یې هم نه دی روښانه کړی.
دانیلوف چې د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې یې د ملي امنیت او دفاعي شورا د منشي په توګه کار کړی د دې پرېکړې په اړه ښکاره تبصره نه ده کړې.
په نوموړې شورا کې د اوکراین سیاسي، امنیتي او دفاعي چارواکي غړيتوب لري.
زیلینسکي د بهرنیو استخباراتو د ادارې مرستیال د دې ادارې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.